د روغتیا نړیوال سازمان له هیله بخښونکو خبرونو سره چې وايي، ګواښ به کابو شي، خبرداری هم ورکړی چې د کوربندۍ او تړلي ژوند سره دې لا نوره ګوزاره وشي، داسې چې هېوادونه باید نورهم له احتیاطه کار واخلي.
دغه سازمان ویلي، د نړۍ د نیمو خلکو ژوند ټکنی شوی، محدودیتونه لګېدلي او د ډېرو اقتصاد زیانمن شوی، خو لا نور احتیاط ته اړتیا ده ځکه کورونا له سل زرو ډېر خلک ...
وسله والو طالبانو ویلي، دوی د هغو بندیانو خلاصون نه تائیدوي چې له امریکا سره د دوی خپلمنځي هوکړې له شرایطو سره برابر نه وي. یاده ډله وایي چې د افغان حکومت له بنده ازاد شوي سل تنه بندیان له ټاکل شوې پروسې سره سم نه دي خوشي شوي.
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې له خاورې یې افغانستان ته د تجارتي لاریو او کانتینرو د لېږد لپاره به د تورخم او سپین بولدک دروازې د روانې اپرېل میاشتې له لسمې نېټې پرانیزي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروقي پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا لارې به په اوونۍ کې درې ورځې، دوشنبه، چارشنبه او جمعه پرانیستې وي.