افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۱۱۳ تنه په نشه يي توکو اخته کسان له درملنې وروسته رخصت شوي او ۱۵۲ تنه نور د درملنې په موخه ۲۰۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د يادو ١١٣ تنو په نشه يي توکو اخته ناروغان د مسوولې کمېټې له خوا تر درملنې وروسته د هغوى کورنيو ته سپارلي دي.
دغه راز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په کابل او ولايتونو کې ١٥٢ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه يې په کابل کې د امید کمپ دوه زره بستريز مرکز ته ليږدول.
بايد يادونه وشي چې سرپرست حکومت په هېواد کې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او توليد د مخنيوي په برخه کې په برياليتوب سره عمل کړى او د دوحې په درېيمه ناسته کې يې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د بديل پلان له مخې ورسره همکاري وکړي.