دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 293597
په ننګرهار کې طوفان ۳۵ تنه وژلي او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړي دي
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دوشنبې په ورځ ماسپښین په جلال اباد ښار او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د سختو بارانونو او طوفانونو له امله لږ تر لږه ۳۵ تنه مړه او ۲۳۰ نور ټپیان شول. د کونړ، بدخشان، پنجشیر او کاپیسا ولایتونه هم د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان وو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته وویل، چې د پېښې له ځایه د ننګرهار ولایتي روغتون او د بي بي فاطمه الزهرا روغتون ته جسدونه او ټپیان ور وړل شوي دي.
 
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس قريشي بدلمن وويل، دغه طبيعي پېښې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته په سره رود، بهسودو، بټي کوټ او يو شمېر نورو سيمو کې رامنځته شوې دي.
 
هغه زیاته کړه چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
 
هغه زياته کړه، چې تر اوسه د ننګرهار حوزوي روغتون ته ٣٥ جسدونه او ٢٣٠ ټپيان ور وړل شوي او ښايي شمېره لوړه شي.
 
ځايي چارواكي زياته كړه، چې طبيعي پېښو كورونه، باغونه، پلونه او سړكونه ويجاړ كړي دي.
 
په همدې اړه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ننګرهار کې د طوفان او سختو بارانونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره اعلان وکړ چې د اسلامي امارت اړوندو ادارو ته هدایت ورکړل شوی چې دغو سیمو ته ولاړ شي. د شهیدانو جسدونه او ټپیان ژر تر ژره انتقال شي.
 
دغه راز د کونړ، بدخشان، پنجشیر او کاپیسا په ګډون یو شمېر نور ولایتونه هم د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان وو.
 
د کونړ ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په کونړ ولايت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د يوه سړي، دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او سخت زيانونه يې اړولي دي.
 
د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیر وویل: «د خلکو لارې په بشپړه توګه ویجاړې شوې او هیڅ کلی هم خلاص نه دی. په ټوليزه توګه کرنيزو ځمکو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.
 
په کاپيسا کې سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې سېلابونو درې تنه وژلي دي. سېلابونو د نجراب او اله سای ګواه ولسواليو ځينې برخې اغېزمنې کړې دي.
 
سږ کال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو ډېر زيانونه اړولي، چې تر ټولو ډېر زيان يې په بغلان او غور ولايتونو کې شوى دى.
https://avapress.com/vdcaoenu049nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته