دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 293744
سهیل شاهین: اسلامي امارت په سیمه کې امنیت او ثبات غواړي
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د پاکستان له لوري په اسلام اباد کې د افغانستان د مرستیال سفیر د احضارولو په غبرګون کې ویلي، چې داخلي امنیت د هر هېواد داخلي مسوولیت دی او افغان حکومت په سیمه کې امنیت او ثبات غواړي.
افغان غږ خبری آژانس: په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین له هغه وروسته چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا احضار شو، په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین له رسنیو سره په مرکه کې وویل. رسنۍ لیکي چې «د هر هیواد داخلي امنیت د هغه داخلي مسوولیت دی او اسلامي امارت په سیمه کې امنیت او ثبات غواړي».
 
د طلوع نیوز د راپور له مخې، په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر وویل:«موږ تل غواړو چې مسایل د تفاهم او خبرو اترو له لارې حل کړو.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې د حافظ ګل بهادر د ځواکونو د وروستي برید په اړه یې په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت مرستیال احضار کړی دی.
 
په همدې حال کې پاکستاني امنیتي سرچینو په دې وروستیو کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو پر اډې د برید یو بل عامل هم له افغانستانه وو. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سړى د لوګر ولايت اوسېدونکى فضل عمر و، چې له بريد وروسته د پاکستاني پوځ په عملياتو کې وژل شوى دى.
 
د پاکستان پوځ وايي، د پاکستاني طالبانو د یوه قوماندان حافظ ګل بهادر وسله والو د دوشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو کې پر پوځي اډې برید وکړ. په دغه بريد کې اته پاکستاني پوځيان ووژل شول.
 
پرون پاکستاني رسنیو د سرچینو په حواله ادعا کړې وه چې په هغو وسله والو کې چې پر پاکستاني پوځیانو یې برید کړی یو یې د افغانستان دی او د اسلامي امارت غړی دی. اسلامي امارت تل د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړې دي.
https://avapress.com/vdceex8wejh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته