افغان غږ خبری آژانس : د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د چهارشنبې په ورځ د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو له رئیس عبدالحق وثیق سره وکتل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټولنیزه شبکه «X» کې لیکلي: «په دې غونډه کې د امنیتي ادارو مسوولینو د خپلو ادارو د پرمختګونو او فعالیتونو جزیات د حکومت مشرتابه ته وړاندې کړل.
د مجاهد په وينا، د حکومت مشرتابه د يادو بنسټونو د مسوولينو د هڅو ستاينه او مننه کړې او په بېلابېلو برخو کې يې ورته سپارښتنې کړې دي.
په غونډه کې د امنیتي ادارو پر ستونزو هم خبرې وشوې او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وشوې.