افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ارګ پاڼې په ایکس چینل کې یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د مېوو د کارونې د ودې، د کروندګرو د غنمو د پېرلو او د ذخیرې د مخنیوي په اړه د ټاکل شوي پلاوي غونډه جوړه شوه.
په دې ناسته کې لومړی په هېواد کې د مېوو او کرنیزو محصولاتو د استفادې د ودې، د کرنې د سکتور د پیاوړتیا، د کرنیزو محصولاتو د تولید په برخه کې د ځان بسیا لارې د رامنځته کولو، بهر ته د مېوو او کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ساحې د پراخولو په اړه خبرې وشوې.
دغه راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د زرګونو ټنه غنمو د پېرلو په اړه هراړخیزه بحثونه او کتنې وشوې، تر څو د هغې د ذخیرې مخه ونیول شي، بزګران وهڅول شي او ملاتړ یې وشي او دا چې څنګه اخیستل شوي غنم په ښه توګه تر سپارلو پورې وساتل شي.
د اعلامیې له مخې، د ترجیحي تعرفو په اړه هم له ګاونډیو هېوادونو سره خبرې وشوې او په یادو مواردو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
په ورته وخت کې دغه هېواد او نورو هېوادونو ته د افغاني مېوو د صادراتو بهیر د پاکستان له لوري د ګڼو ستونزو له امله بند شوی دی.