افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول، د اوبو لګولو اسانتیاوې او استنادي دیوالونه شامل دي.
د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو اداره د دغو پروژو د پلي کولو لپاره څه باندې اته میلیونه افغانۍ لګوي.
تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې د ملګرو ملتونو له خوا يو شمېر وړې پراختيايي پروژې جوړې شوې وې.