دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 291598
د داعش د څرګندونو په غبرګون کې؛

ايران د فلسطيني اهل سنت د ملاتړ په خاطر هم شهیدان ورکړی او بنديزونه پري لګول شوي!

ایران ته د تسلیت ویلو او د شیعه ګانو د تکفیر په اړه د اسلامي امارت د یوه عالم غبرګون
ايران د فلسطيني اهل سنت د ملاتړ په خاطر هم شهیدان ورکړی او بنديزونه پري لګول شوي!
په دې وروستیو کې د داعش ​​لخوا د اسلامي امارت د چارواکو په خلاف یوه مقاله خپره شوې چې د ایران د ولسمشر په مړینه یې خواشیني ښودلې ده. په دې غیر علمي لیکنه کې دوی شک څرګند کړی چې موږ به په دې مسله کې داعش ته په لنډ ډول ځواب وایو: لومړی: داعش ویلي چې د ایران شیعه ولسمشر مشرک وو او په اسلام کې مشرک ته تسلیت ویل روا نه دی.
د دې خبرې په ځواب کې موږ وايو: ستاسو د خوارجو د شرک او توحيد اساس هم له اهل سنتو سره په ټکر کې دی او له همدې امله ستاسو د تکفيري تفکر له مخې د اهل سنت امامان هم تکفیر کیږي.
آيا دا خوارج نه وخ چې امام نووى او ابن قدامہ رحمه الله يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د د قبر د زیارت د آدابو د بیانولو په خاطر تکفیر کړه؟!
آیا دا ستاسو جماعت نه وو چې د امام ابوحنیفه رحمه الله د مذهب ستر علما يي تکفیر کړه؟!
ايا ستا د جماعت ځينو خاصو غړو امام ابوحنيفه رحمه الله ته د اهل مرجع په نوم نه وو بللى او هغه ته يې توهين کړى وو؟!
کومې ډلې په افغانستان، پاکستان او نورو سني سیمو کې د سنیانو مدرسی او جوماتونه په بمونو الوځولي دي؟!
د ستاسو د شرک، توحید او تکفیري عقیدې د معیارونو له مخې د اهل سنتو او جماعت علماء او مشران تکفیر دي او دا مسئله قطعي ده.
نو د اهل شهادتین مشرک بلل زموږ لپاره کومه نوې خبره نه ده او تاسو کلونه کلونه اهل شهادتین په تېره بيا اهل سنت او جماعت له دې اسلامي ضد معيار سره مخ کړي دي.
دوهم: تاسو د شیعه د تکفیر لپاره د صحابه کرامو (رضی الله عنهم) تکفیر، د قرآن تحریف، په عایشه (رض) باندې د فحاشۍ په تور، شیعه ګان تکفیروي بیا وایاست چې د دې مسلو له امله باید د ایران شیعه ولسمشر ته تسلیت ونه وایئ.
ددي پوښتني په ځواب درته وایم؛
تر هر څه دمخه هغه مسایل چې بیان شوي دي مصداقی او معین مسایل دي، د مثال په توګه موږ وایو چې فلان کس تکفیر کوي، فلان کس د زنا تهمت کوي، فلان د قرآن په تحریف ایمان لري، نو دا یو خاص کس ته اشاره ده نهو ټولو ته، داسی یو ثبوت لری چې د هغه کس لپاره چي د اسلامي امارت چارواکو تسلیت ووایه، قرآن يي تحریف کړي وي او یا د اهل سنتو سپکاوی يي کړي وي؟!
دوهم، د داعش خوارجو اصلي ستونزه دا ده چې تر نن ورځې پورې دوی له شیعه ګانو سره یوځای نه دي اوسېدلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې اکثره شیعه او سني یوځای ژوند کوي او موږ د دوی له عقایدو سره اشنا یو، نو هغه څه چې تاسو وویل، دا يو ډېر كوچنى اقليت دى او په ټول شيعه پورې اړه نه لري او تاسو د ځينو خاصو كسانو عقيدې په يوه مذهب پوري تړي او دا كار د اهل سنتو او جماعت د اصولو خلاف دى او تاسو د اهل شهادتین د تکفیر په لټه کې یاست، په داسې حال کې چې اهل سنت، دین او د اسلام لاره د اهل شهادتین حسن نیت سره کتل دی، نه د شک.
په اخیر کی باید تاکید وکړو چی هغه کسان چی د سنیانو او جماعت سره خیانت کوی داعش خوارج دی. دوی هغه څوک دي چې د فلسطین اسلامي مقاومت یې تکفیر کړ او هغو کسانو په اړه د ارتداد فرمان صادر کړ چې و فلسطینیانو ته یې وسلې ورکولې. د اهل سنت دښمنان هغه څوک دي چې د اسلامي امارت زرګونه مجاهدين يې ووژل او د امريکا او ناټو په لار کې يې له اسلامي امارت سره جګړه وکړه.
دا هماغه خلک دي چې د الاقصی د طوفان له عملیاتو وروسته یې خپلې ټولې هڅې د اهل شهادتین پر ضد جګړې ته متمرکزې کړې او اصلي کفارو او صهیونیسټانو ته یې هیڅ زیان نه دی رسولی.
خو دا باید له پامه ونه غورځول شي چې ایران د فلسطین د سنیانو د دفاع په خاطر شهیدان ورکړی، بندیزونه پري لګول شوي او فشارونه  پرې اچول شوي دي، خو بیا هم د مرستې څخه لاس نه دي اخیستي او د حماس اتلانو هم د ایران د دې مرستې ستاینه کړې ده.
خو نن د خدای شکر ادا کوو چې د ځمکې یوه ټوټه هم ستاسو په لاس کې نه ده، ځکه چې که داسې شوي وای، نو د صهیونیسټانو په ملاتړ به مو له فلسطیني مجاهدینو سره د مرستې لاره بنده کړې وه.
په حقیقت کې مسلمانانو ته مو څه ګټه او اصلي کفارو ته مو څه تاوان رسیدلی دي؟!
والعاقبه للمتقین


 
https://avapress.com/vdcjhve8ouqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته