دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 300970
په ایران کې د افغان سوداګرو پر اقتصادي فعالیتونو خبرې وشوې
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په ایران کې د اسلامي امارت له سفیر سره په کتنه کې په ایران کې د افغان سوداګرو د اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې او د نظر تبادله کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د اسلامي امارت له سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره کتلي دي. 
په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، د ايران په اسلامي جمهوريت کې د افغان سوداګرو د اقتصادي فعاليتونو او نورو مسايلو په باب د نظريو تبادله وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان او ايران چارواکي د اقتصادي اړيکو د پراختيا په لټه کې دي.
په یوه بله کتنه کښې په تهران کښې د اسلامی امارت سفیر د احصائیې او اطلاعاتو د ملی ادارې له مرستیال سره په کتنه کښې په ایران کښې د مهاجرینو لپاره د الکترونیکی تذکرو د ورکولو د ادارې د ژر تر ژره فعالیدو غوښتنه وکړه.
https://avapress.net/vdcef78x7jh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته