افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه د قوس ۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هلمند ولایت کې د سوداګریز مارکیټ د جوړولو د پیل خبر ورکړی دی.
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، په هلمند ولایت کې د ۳۶۷ میلیونه ۴۸۹ زره ۵۷۲ افغانیو په لګښت د انرژۍ او اوبو وزارت او د یوه سوداګریز ساختماني شرکت تر منځ د "لقمان حکیم" په نوم ګډ سوداګریز مارکېټ جوړېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه بازار د پرانستلو په مراسمو کې د سیند د عمومي حوزې سرپرست انجنیر حبیب الله دین دوست، د یاد شرکت استازو او نورو سیمه ییزو چارواکو هم حضور درلود او د دې پروژې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
خبرځاى خبر ورکړ چې دغه سوداګريز مارکېټ د لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحيه کې جوړېږي چې په کې ٤٠ بلاکونه، ٢٧٠ دوکانونه او د وسايطو لپاره مجهز پارکينګ او همدارنګه يو شريف جومات هم په کې شامل دى.