کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړېدو چارې پیل شوې

1 قوس 1403 ساعت 14:15

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، په هلمند ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغه وزارت او یوه ساختماني شرکت تر منځ ګډ سوداګریز مارکېټ جوړېږي.


آوا - کابل: د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه د قوس ۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هلمند ولایت کې د سوداګریز مارکیټ د جوړولو د پیل خبر ورکړی دی.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، په هلمند ولایت کې د ۳۶۷ میلیونه ۴۸۹ زره ۵۷۲ افغانیو په لګښت د انرژۍ او اوبو وزارت او د یوه سوداګریز ساختماني شرکت تر منځ د "لقمان حکیم" په نوم ګډ سوداګریز مارکېټ جوړېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه بازار د پرانستلو په مراسمو کې د سیند د عمومي حوزې سرپرست انجنیر حبیب الله دین دوست، د یاد شرکت استازو او نورو سیمه ییزو چارواکو هم حضور درلود او د دې پروژې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

خبرځاى خبر ورکړ چې دغه سوداګريز مارکېټ د لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحيه کې جوړېږي چې په کې ٤٠ بلاکونه، ٢٧٠ دوکانونه او د وسايطو لپاره مجهز پارکينګ او همدارنګه يو شريف جومات هم په کې شامل دى.


د مطلب کود: 300988

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300988/په-هلمند-کې-د-څه-باندې-۳۰۰-میلیونه-افغانیو-لګښت-یوه-سوداګریز-مارکیټ-جوړېدو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net