افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه، د قوس ۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د یوه ښوونځي د پرانیستې او پرانیستلو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت وايي، د جنرال عبدالحکیم لېسې بیا رغونه شپږ مجهز درسي ټولګي او دوه درسي خونې لري، چې د یوه خیریه بنسټ او سیمه ییزو بنسټونو په مالي مرسته د ۳ میلیونه او ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. خلک
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه ښوونځي د پرانېستې پر مهال د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي سید حفیظ الله معتصم بلیغ د خیریه بنسټ او د سیمې خلکو څخه د مننې په ترڅ کې ومنله چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره د زده کوونکو لپاره د ټولګیو د نشتوالي ستونزه به حل شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادې لېسې یو شمېر زده کوونکو او استادانو هم د یادې لېسې د نوي ترمیم له جوړېدو خوښي وښوده او د پوهنې له وزارت څخه یې په هېواد کې د ښوونیز وضعیت د ښه والي له امله مننه وکړه.
تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د دولت له بودجې او د مرستندویه بنسټونو په مالي مرسته نوي ښوونځي جوړ شوي وو.