دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 301008
په لغمان کې د څوارلس میلیونه افغانیو په لګښت د دریو پرمختیايي پروژو کار پیل شو
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په مهترلام ښار او قرغه ای ولسوالۍ کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د درې پرمختیايي پروژو د پیل خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مرکز مهترلام ښار او قرغیو ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د دوو کانالونو او د اوبو بند د جوړولو چارې پیل شوې.
د لغمان د کرنې ریاست وايي چې د دغو کانالونو په جوړېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره به د دغو پروژو پر تطبیق ۱۴ میلیونه افغانۍ ولګوي.
تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د بنسټیزو پروژو کار پیل شوی و.
https://avapress.net/vdchvznx623nvvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته