د آل سعود چارواکو دغه بدلونونه د «اصلاحاتو» او «عصری کولو» په نوم توجیه کوي، چې موخه یې د هیواد اقتصاد د تیلو له انحصار څخه جلا کول او د ځوان نسل لپاره د نوي تفریح ځای رامینځته کول دي، خو له بلې خوا یوشمېر مذهبي ډلې او دیني عالمان د دغو بدلونونو مخالف دي، ځکه دوی په دې باور دي چې دا کړنې د اسلامي ارزښتونو او د حجاز د مقدساتو خلاف دي.
د حجاز مقدسه ځمکه چې د ټولو مسلمانانو لپاره ځانګړی اهمیت لري، باید د داسې فعالیتونو ځای نه وي چې د اسلامي اخلاقو او ارزښتونو سره په ټکر کې وي. که د اصلاحاتو هدف د یوې پرمختللې ټولنې جوړول دی، نو اړینه ده چې داسې لارې چارې غوره شي چې دیني بنسټونو او اسلامي کلتور ته پام وکړي. ځکه د حجاز مقدسه خاوره تل د اسلام او اسلامي اخلاقو سمبول پاتې شوی دی. که د واکمن نظام کړنې په پوهه او یا په ناپوهۍ کې د اخلاقي فساد د ترویج لامل شي، پایلې یې د سعودي له پولو هاخوا او په ټوله اسلامي نړۍ اغېز کولای شي.
د حجاز د حاکم نظام له خوا د دا ډول اقداماتو په رامنځته کولو سره داسې فکر کیږي چې دا خاوره به یو ځل بیا د جاهلیت زمانې ته ورګرځي. د جاهلیت په دوره کې د حجاز ځمکه د قبیلوي ارزښتونو په درلودلو سره د اخلاقو او ټولنې له پلوه په نازک حالت کې وه تر دې چې د اسلام په راتګ کې بنسټیز بدلون رامنځته شو او دا خاوره د عدل، ایمان او اخلاقو په مرکز بدله شوه.
اخلاقي فساد ته وده ورکول، په ځانګړې توګه په هغه ځای کې چې د مسلمانانو د لمانځه ځای دی، د دې خاورې معنوي حیثیت کمزوری کولی شي او د ملیاردونو مسلمانانو احساسات زیانمنوي. که حجاز د اخلاقو او ایمان د نمونې پر ځای د اسلامي ارزښتونو خلاف د تفریح ځای شي نو نه یوازې د دې خاورې حرمت به له منځه ولاړ شي، بلکې د اسلامي نړۍ وحدت او هویت به هم له ګواښ سره مخ شي.
دا مهمه ده چې ټول مسلمانان، د قومیت او مذهب پرته، د دې بدلونونو څخه خبر اوسئ او په نصیحت او مشورو سره د دې خاورې د تاریخي او دیني مسؤلیت په یادولو کې مرسته وکړي. حجاز باید د اسلام او ارزښتونو سمبول پاتې شي، نه د جاهلیت بیرته ستنیدل.