افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فراه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس مفتی محمد نسیم سرنګ وایی، چې په تېرو ۶ میاشتو کې د اوبو د زېرمه کولو د ۱۰ کوچنیو بندونو او ۱۳ بندونو په ګډون د ۲۳ ټولګټو پراختیایی پروژو کار پیل شوی دی. د فراه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د اوبو رسولو شبکې د اسلامي امارت او ملګرو په مالي مرسته بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
باختراژانس دخبريال دخبرله مخې، ده زياته کړه چې ددغو پروژو په بشپړيدو سره ٣٥٠٠ کورنۍ دڅښاک له پاکو اوبو او په سلګونو کورنۍ له کرنيزو اوبو څخه برخمنې شوې دي .
هغه څرګنده کړه، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د فراه د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست د خوراک نړيوال سازمان په مالي مرسته د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر ٨٤ زره اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.