دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۲۱:۲۲
د مطلب کود : 300769
د غزې د شهیدانو شمېر ۴۳ زره او ۷۹۹ تنو ته ورسېد
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د شهیدانو شمیر ۴۳۷۹۹ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د تیرې اکتوبر میاشتې له اوومې نیټې راهسې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو په حملو کښې د شهیدانو او زخمیانو وروستۍ احصائیې په غزې تړانګې کښې اعلان کړې. کال
د دغې اعلامیې له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې ۳۵ فلسطینیان شهیدان شوی او ۱۱۱ نور ژوبل شوی دی.
لکه څنګه چې د غزې روغتیا وزارت په خپلو تیرو څرګندونو کې یو ځل بیا په ډاګه کړه چې د شهیدانو لوی شمیر تر خاورو لاندې دی.
د دغه بیان له مخې د فلسطین د شهیدانو ټولټال شمېر ۴۳ زره ۷۹۹ او د زخمیانو شمېر ۱۰۳ زره ۶۰۱ ته رسېدلی دی.
د غزې پر تړانګې د تېر کال د مې میاشتې په پنځلسمه نېټه بریدونه پیل شول او لا هم دوام لري.
د غزې تړانګه د اسرائيلو د فوځ تر محاصرې لاندې ده او صهيونېسټ رژيم دې سيمې ته يوازې د بشري مرستو د محدودې برخې د داخلېدو اجازه ورکوي.
اسراییلو د غزې په تړانګه کې د روغتونونو او طبي مرکزونو په ګډون ډیری حیاتي تاسیسات ویجاړ کړي دي.
https://avapress.net/vdcaiwneo49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته