دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 300729
په تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه ۳۷۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې ۳۷۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات د پولو له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل : باختر دولتي خبري آژانس خبر ورکړی دی چې ۱۶۹ افغان کورنۍ د پنجشنبې په ورځ د عقرب په ۲۴ نیټه د قندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات له لارې هیواد ته راستانه شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې دغو کورنیو د بېرته ستنېدو پر مهال د اسلامي امارت د چارواکو له لوري مرستې ترلاسه کړې او د نورو مرستو په موخه کورنیو او نړیوالو مرستندویه ادارو ته ور وپېژندل شوې.
راپور همدا راز زیاتوي چې د جمعې په ورځ د عقرب په ۲۵مه د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات له لارې دوه سوه یو افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.
دغو کورنیو ته د راستنیدو پر مهال د اسلامي امارت د مسؤلینو له لوري مرسته وشوه او د نورو مرستو په موخه کورنیو او نړیوالو مرستندویه موسسو ته ور وپیژندل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د راستنیدو او شړلو احصایې نه خپروي.
په دې وروستیو کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ایران د عدلیې له وزیر عسکر جلالیان سره په کتنه کې د ایران له څلورو لسیزو راهیسې په هیواد کې د مهاجرینو د کوربه توب د قدردانۍ په ترڅ کې له ایران څخه وغوښتل چې د کډوالو سره په چلند کې له زغمه څخه کار واخلي.
د يادونې وړ ده، چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په خپله خوښه او جبري شړلو لړۍ روانه ده.
https://avapress.net/vdcgxz9wyak9zu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته