افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد خوانی رسا وایی، دغه پېښه د شیبر ولسوالۍ په دواب بولوله سیمه کې د کرولا ډوله مسافر وړونکی موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ټپيان د درملنې په موخه د باميان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي د ترافيکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي او له ترافيکي قوانينو څخه سرغړونه وبلله او له نورو موټر چلوونکو يې وغوښتل چې د موټر چلولو پر مهال لازم احتياط وکړي او ترافيکي اصول مراعات کړي.