افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر، حسن کاظمي قمي، نن چهارشنبه یې له مولوي محمد یعقوب مجاهد سره وکتل.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو لورو د دوستانه اړیکو د ټینګښت، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاریو او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړې.»
د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو، «دوی په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره پر خپل چمتووالي ټینګار وکړ.»
باید وویل شي چې ښاغلي قمي پرون د هېواد د رئیس الوزراء له سیاسي مرستیال سره هم وکتل او د دواړو لورو ترمنځ یې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.