په داسې حال کې چې د حضرت فاطمې معصومې (س) د حضرت امام علی بن موسی الرضا (ع) مبارک لور د زوکړې کلیزه او د نجونو نړیواله ورځ په نېږدې کېدو ده، د بلخ پوهنتون یو شمېر محصلین وايي، افغان نجونې باید خپل انساني او اسلامي حقونه ترلاسه کړي او د افراطیت قرباني نه شي.