افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د سیمه ایزو پولیسو یوه چارواکي کریم خان ویلي، چې پرون (سه شنبه) ماښام د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ په مالي خان سیمه کې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه.
د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، د حافظ ګل بهادر تر قوماندې لاندې دغې ډلې چې پخوا د پاکستان د تحریک طالبان د یوې پوځي څانګې په توګه پیژندل کیده، په یوه بیان کې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
دا وروستی برید وروسته له هغه شوی چې د افغانستان پولې ته څیرمه په دره تیراه کې له ترهګرو سره د سختو وسله والو نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه اته پاکستاني امنیتي ځواکونه ووژل شول.
د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ وویل چې په ناکراره دره تیراه کې په نښتو کې اته ترهګر وژل شوي، خو د خپلو عسکرو د وژل کیدو پخلی یې نه دی کړی.
پاکستان په شمال کې د وسله والو له بریدونو او په جنوب کې د بېلتون غوښتونکو ډلو له فعالیتونو سره لاس او ګریوان دی.