دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 300888
د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون په غونډه کې له ګاونډیانو سره د اړیکو په پراخولو ټینګار وشو
ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ولسمشر د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون په غونډه کې د سیمې او نړۍ د وروستیو تحولاتو په اړه بحث او د نړۍ او د ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا د نظر تبادله وشوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون غونډه د برئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ترسره شوه. 
په دې کتنه کې د سیمې او نړۍ د وروستیو پرمختګونو او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
دغه راز په دې کتنه کې په سياسي او اقتصادي پرمختګونو، د ژمي له رارسېدو سره د نړيوالو مرستو د ادغام او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د لاسته راوړنو په باب خبرې وشوې.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو پراخولو ته لېوالتيا ښودلې ده.
https://avapress.net/vdcc4xq142bqx48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته