افغان غږ خبری آژانس: اسرائیلي ځواکونو پرون (یکشنبه) د غزې تړانګې په شمال کې د بیت لاهیا په بازار کې پر یوه کور بمباري وکړه.
د غزې تړانګې په شمال کښې طبي سرچینو اعلان وکړ چې تراوسه پورې په دغه جنایتکارانه حمله کښې پنځوس تنه شهیدان شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي. د راپورونو له مخې تر خاورو لاندې د نورو شهیدانو او زخمیانو د را ایستلو هڅې لا هم روانې دي.
په بیت لحیه کښې د صهیونیسټانو له وحشتناک جنایت وروسته د غزې د ملکي دفاع وزارت ویندوی اعلان وکړ چې مونږ د بیت لاهیا په ښار کښې د صهیونیسټي نیواک له خوا د بمبارد شویو کورونو د اوسیدونکو غوښتنه مو ترلاسه کړه خو مونږ ورته لاس رسی نه شو کولای.
د ملکي دفاع وزارت ویاند زیاته کړه: په بیت لاهیا کښې د صهیونیسټانو لخوا په بمبارۍ کښې کابو ۷۰ فلسطینیانو په هغه کور کښې پناه واخیسته.
له یوې میاشتې راهیسې، د غزې شمالي برخه، په شمول د جبالیه کمپ او د بیت حنون او بیت لاهیا ښارګوټي په پراخه کچه د نسل وژنې شاهد دي. اسرائیلي پوځ دغو سیمو ته هیڅ ډول مرستو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي او شپه او ورځ پر ملکي وګړو بمباري کوي.
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت پرون اعلان وکړ چې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۴۳ زره او ۷۹۹ تنه شهیدان او څه دپاسه ۱۰۳ زره تنه زخمیان شوي دي.