دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 300596
یوه هالنډۍ کمپنۍ په افغانستان کې د ځمکې له تودوخي څخه د بریښنا د تولید په پروژه کې پانګونه کوي
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د یوه هالنډي شرکت چارواکو لېوالتیا ښودلې چې په افغانستان کې د ځمکې له تودوخي څخه د برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د هالنډ د «TVC-United» شرکت له مسوولینو سره وکتل. 

د دغه هالنډي شرکت مسوولین وايي، دوی لېواله دي چې په افغانستان کې له نوې تکنالوژۍ څخه په استفادې د تودوخې او د ځمکې له تودوخي له سرچینې څخه د برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي.

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د هالنډي شرکت له پلان څخه هرکلی وکړ او له هالنډي شرکت سره یې د دغه وزارت د همکاریو ډاډ ورکړ.

افغانستان دا مهال د برېښنا اړتیا له نورو هېوادونو څخه پوره کوي.
https://avapress.net/vdci3uapqt1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته