دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 300979
افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره چین ته بلنه
په چین کې د اسلامي امارت سفارت اعلان کړی، چې زموږ د هېواد سفیر د «شانګهای سازمان د ډیجیټل ټکنالوژۍ او میکانیزه کرنې» په غونډه کې له چینايي شرکتونو وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په چین کې د اسلامي امارت د سفارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه هیواد کې د افغانستان سفیر مولوي بلال کریمي د افغانستان د ډیجیټل ټکنالوژۍ او میخانیکي کرنې په غونډه کې ګډون وکړ. په شينان ولايت کې د شانګهای سازمان له يو شمېر سفيرانو سره ليدنه وکړه.

په چین کې د اسلامي امارت سفارت وايي، مولوي کریمي چینايي شرکتونو ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د کرنې، ډیجیټل ټکنالوژۍ، سوداګرۍ، روغتیا او نورو برخو کې پانګونه وکړي او د هېواد کرنیز او صنعتي محصولات چینايي بازارونو ته صادر کړي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر چينايي شرکتونو د انرژۍ او اوبو له سرپرست وزير سره په ليدنه کې د لمريزې برېښنا د توليد په پروژه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې وه.
https://avapress.net/vdcd5z0snyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته