دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 300922
ملا برادر: موږ اوسنی افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه ګڼو
د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیال له یو شمېر هندي او بنګالي علماوو سره په کتنه کې وویل، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ په ګټه افغانستان په خپلو پښو ودروي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخند له یو شمیر هندی او بنګالي ديني عالمانو سره په کتنه کې پرون په خپل دفتر کې وويل چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د اسلام مبارک دين په سمه توګه خپلو خلکو ته ور ورسوي، د همدې هدف لپاره يې د ښوونځيو په پياوړتيا او په جوړولو کار کړى دى. 
دغه راز ملا برادر زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره اغېزمنې هڅې پیل کړي او لویې اقتصادي پروژې یې پیل کړې، له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره سوداګري پراخه شوې، او د پخوا په پرتله په صنعت کې ښه والی راغلی دی او له بهرنیو اړتیاوو څخه د ځان بسیا اقتصاد لپاره زمینه برابره کړې ده.
د ملا برادر اخند په وینا؛ د افغانستان د ملي شتمنیو کنګل کیدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې د افغانستان د اقتصادي ودې د سستیدو لامل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیال څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ سره د اسلامي شریعت په رڼا کې د متقابلو ګټو پر بنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او افغانستان د سیمې او نړۍ د ګټو په خاطر په خپلو پښو ولاړ ګڼي.
دغه راز په ياده شوې غونډه کې هندي او بنګله ديشي علماوو په افغانستان کې د اسلامي نظام له حاکميت څخه خوښي څرګنده کړه او د اسلامي نظام د پياوړتيا په اړه يې خپل نظرونه شريک کړل.
https://avapress.net/vdcb5gbf5rhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته