دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 300704
کابل ته د ایراني پلاوي سفر د بندیانو پر سپارلو خبرې کوي
د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی کابل ته راغلی چې د زرو افغان بندیانو د انتقال پر څرنګوالي خبرې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ایران د عدلیې وزیر د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال او د بندیانو د انتقال د کمیټې مشر، عسکر جلالیان د یوه قضايي هیئت په مشرۍ کابل ته راغلی چې د دغه هیواد له چارواکو سره په ایران کې د ۱۰۰۰ افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت د دغه پلاوي سفر تایید کړ او ویې ویل، چې اسلامي امارت به له دغه پلاوي سره د ایران د عدلیې وزارت له مرستیال سره د ۱۰۰۰ افغان بندیانو د انتقال د پروسې په اړه خبرې وکړي.

باید وویل شي، چې ښاغلي جلالیان د دواړو هېوادونو تر منځ د بندیانو د تبادلې په اړه د خپلو مشورو په دوام د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره وکتل. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو پر تبادلې خبرې وشوې.

نوموړي همدرانګه د پنجشنبه په ورځ په کابل کې د دې محکمې له اداري مرستیال عبدالمالک حنفي سره هم وکتل.

د سپارلو شرط د بندیانو رضایت دی

د ایران د بندیانو د انتقال د کمیټې مشر په دې ټینګار سره چې د هر بندیانو انتقال د هغوی په رضایت سره ترسره کیږی، وویل: که بندي رضايت ونه لري، خپل هيواد ته نه ستنيږي او بايد رضايت ولري له بلې خوا دا بندیان باید شخصي شکایتونه یا پورونه ونه لري همدارنګه، د دوی سزا باید اعدام یا قصاص نه وي.

د ایران د عدلیې وزیر مرستیال وویل: یوازې هغه بندیان چې د هوکړې له مخې یې سزا حبس وي، انتقالېږي او د بند پاتې موده یې باید د خپلو هېوادونو په زندانونو کې تېره شي.

جلاليان زیاته کړه: کله چې دا محکومین بیرته خپل هیواد ته ستانه شي، دوی کولی شي د خپلو کورنیو او شتمنیو لږ تر لږه څارنه وکړي تر څو د دوی کورنۍ نور زیان ونه ويني.

د افغانستان په زندانونو کې له لسو څخه کم ایرانیان

د ایران د عدلیې وزیر د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال په افغانستان کې د ایراني بندیانو په اړه وویل: د وروستیو شمېرو له مخې، په افغانستان کې د بندیانو شمېر تر لسو کم دی او موږ هڅه کوو چې هغوی په منطقي ډول او د هوکړې پر بنسټ هېواد ته وسپارو.

باید وویل شي، چې د بندیانو د تبادلې هوکړه له افغانستان سره په 1385 کال کې شوې وه.

له دې نه مخ کې هم، د اسلامي امارت د هلو ځلو په پایله کې، د ایران په زندانونو کې د بندیانو یو زیات شمیر هیوادوال هیواد ته انتقال شوي دي.
https://avapress.net/vdcjyyetxuqeyaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته