دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 300893
د فواید عامې وزارت چارواکي له آوا سره په مرکه کې:

د ژمي موسم له رارسېدو مخکې به د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې بشپړې شي

د ژمي موسم له رارسېدو مخکې به د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې بشپړې شي
د فواید عامې وزارت چارواکي له آوا سره په مرکه کې وايي چې دغه وزارت هوډ لري چې د ژمي او سړې هوا له رارسېدو مخکې د سالنګ لویې لارې د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې کړي. د دوی په وینا، د سالنګ لویه لار د منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا هېوادونو سره د نښلولو نقطه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت ویاند، اشرف حق‌شناس پرون یکشنبه، د لړم ۲۷مه، د افغان غږ خبری آژانس له خبريال سره په مرکه کې د سالنګ د لويې لارې د بيارغونې د چارو د پرمختګ په اړه وويل چې دغه لويه لاره د افغانستان يوه له مهمو او حياتي لويو لارو څخه ده.

هغه زیاته کړه چې د سالنګ لویه لار نه یوازې د هېواد شمالي ولایتونه له پلازمېنې سره نښلوي، بلکې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا له هېوادونو سره د افغانستان په سوداګرۍ، ټرانزیټ او نښلولو کې هم مهم او بنسټیز رول لوبوي.

د ده په وینا، د فواید عامې وزارت تېر کال د سالنګونو د لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې چارې په دریو برخو کې پیل کړې چې د تونل د ننه او د ۱۶م ګالري د کانکریټ کار تېر کال بشپړ شو.

د فواید عامې وزارت ویاند زیاته کړه چې سږ کال هم د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې د جنوبي سالنګ، شمالي سالنګ او د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ څخه تر دوشي ولسوالۍ پورې په دریو برخو کې، په 10 ګالریو کې پیل شوی او کار یې دوام لري.

هغه په دې خبرې سره چې د سالنګ لويې لارې د بيارغونې چارې ځینې ​​برخې بشپړې شوې دي، وويل چې په شمال او سویل کې د ګالریونو کار په بیلا بیلو برخو په ځانګړې توګه د سپیکونو او کانکریټینګ په برخه کې په شدت سره روان دی.

اشرف حق‌شناس وايي، د فواید عامې وزارت هوډ لري چې د ژمي له موسم مخکې د سالنګ د لویې لارې د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې کړي.

هغه همداراز یادونه وکړه چې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې د چارو په بشپړیدو سره به دغه لویه لاره د بار وړونکو موټرو پر مخ بیا پرانیستل شي.

د هغه په وینا، اوس مهال د سالنګ پر لویه لار د فواید عامې وزارت له خوا په جوړ شوي فرعي لارې کې تیز رفتار او مسافر وړونکي موټر تګ راتګ کوي او د بیارغونې د چارو په بشپړیدو سره به دغه لویه لاره په عملي توګه د ترافیکو پرمخ خلاصه شي.

د یادولو وړ ده چې له دې نه مخکې هم د فواید عامې وزیر سالنګونو ته د یو سفر په ترڅ کې د دغې لویې لارې د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه او د کار د بهیر په چټکتیا یې ټینګار وکړ.
https://avapress.net/vdci3uappt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته