دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۴۵
د مطلب کود : 300666
ضمیر کابلوف د افغانستان په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته به سفر وکړي
اسلام آباد وايي، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف به د افغانستان پر وضعیت او د سیمې پر پرمختګونو د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی به د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ نن یوې خبري غونډې ته وویل چې کابلوف به د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنه بلوچ او د افغانستان او لویدیځې اسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال احمد نسیم ورایچ سره وګوري.
بلوچ وویل، "دواړه خواوې به د افغانستان وضعیت بیاکتنه وکړي او په سیمه کې به د سولې او ثبات په وده کې د ګاونډیو هیوادونو په رول خبرې وکړي."
https://avapress.net/vdcg3z9w3ak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته