کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ضمیر کابلوف د افغانستان په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته به سفر وکړي

24 عقرب 1403 ساعت 20:45

اسلام آباد وايي، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف به د افغانستان پر وضعیت او د سیمې پر پرمختګونو د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.


آوا: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی به د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ نن یوې خبري غونډې ته وویل چې کابلوف به د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنه بلوچ او د افغانستان او لویدیځې اسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال احمد نسیم ورایچ سره وګوري.
بلوچ وویل، "دواړه خواوې به د افغانستان وضعیت بیاکتنه وکړي او په سیمه کې به د سولې او ثبات په وده کې د ګاونډیو هیوادونو په رول خبرې وکړي."


د مطلب کود: 300666

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300666/ضمیر-کابلوف-د-افغانستان-په-اړه-خبرو-لپاره-پاکستان-ته-سفر-وکړي

آوا
  https://www.avapress.net