افغان غږ خبری آژانس: سیمه ایزو سرچینو نن سهار (پنجشنبه) د بیروت په جنوبی سیمو کښې د صهیونیسټی رژیم د جنګیالیو د هوایی حملو د تکرار خبر ورکړ.
د لبنان په پلازمینه کښې د الجزیرې خبریال خبر ورکړ چې نیواکګرو پوځیانو د دغه هیواد په جنوب کښې د حار حریک په سیمه کښې د دریو نقطو د نیولو د خبرتیا له ورکولو وروسته هوایی حملې وکړې.
د «المیادین» شبکې هم ویلي چې د لبنان د پلازمینې په جنوب کې د صهیونیسټانو هوايي حملې سختې دي او د ډزو له ځای څخه تور لوګي پورته شوي دي.
تر دې مخکې د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې د تیر کال د اکتوبر له اتمې نیټې د دغه هیواد په مختلفو سیمو د نیواکګرو د هوايي بریدونو له پیله تراوسه د قربانیانو شمیر ۳۵۵۸ تنه شهیدان او ۱۵۱۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.