افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د فوټبال فدراسیون پرون ماښام په خپل فیسبوک کې لیکلي چې د افغانستان د ساحلي فوټبال غوره لیګ د شنبې په ورځ د عقرب په ۲۶مه په کابل کې پیلیږي چې دوې لوبې به ترسره شي.
د هېواد د فوټبال فدراسیون وايي، چې د افغان امید لوبډلې په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې د ۶-۳ په توپیر سره کیلپ ته ماتې ورکړه.
په بله لوبه کې افغان لوبډلې د والیاسر لوبډلې ته ۵-۴ ماتې ورکړه.
د افغانستان د ساحلي فوټبال غوره لیګ سیالۍ به دوې اوونۍ دوام وکړي چې د ۸ لوبډلو په ګډون به د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ساحلي فوټبال لوبغالي کې دوام وکړي.