دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 300803
په بغلان او جوزجان ولایتونو کې ۳۶۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو وېش
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په بغلان او جوزجان ولایتونو کې پر ۳۶۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په اکس پاڼه کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اکتد انسټیټیوټ په همکارۍ د بغلان د نهرین ولسوالۍ پر دوه زره بزګرانو د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان په مالي مرسته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، هر بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپین سرې او ۵۰ کیلو تور سرې وېشل شوي دي.
له بلې خوا د کرنې وزارت وايي، د جوزجان ولایت د کرنې ریاست د شبرغان ښار او فیض اباد او آقچې ولسوالیو په ۱۶۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
دغه راز دجوزجان ولايت دکرنې رياست له خوا پنځه سوه مالدارانو ته دڅارويو خوراکي توکي او دکرنيزو وسايلو مرسته وشوه .
تر دې وړاندې هم د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلې وې.
https://avapress.net/vdcjyyettuqeyoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته