کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان او جوزجان ولایتونو کې ۳۶۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو وېش

27 عقرب 1403 ساعت 12:15

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په بغلان او جوزجان ولایتونو کې پر ۳۶۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې دي.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په اکس پاڼه کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اکتد انسټیټیوټ په همکارۍ د بغلان د نهرین ولسوالۍ پر دوه زره بزګرانو د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان په مالي مرسته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، هر بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپین سرې او ۵۰ کیلو تور سرې وېشل شوي دي.
له بلې خوا د کرنې وزارت وايي، د جوزجان ولایت د کرنې ریاست د شبرغان ښار او فیض اباد او آقچې ولسوالیو په ۱۶۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
دغه راز دجوزجان ولايت دکرنې رياست له خوا پنځه سوه مالدارانو ته دڅارويو خوراکي توکي او دکرنيزو وسايلو مرسته وشوه .
تر دې وړاندې هم د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلې وې.


د مطلب کود: 300803

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300803/په-بغلان-او-جوزجان-ولایتونو-کې-۳۶۰۰-بزګرانو-ته-د-غنمو-اصلاح-شویو-تخمونو-وېش

آوا
  https://www.avapress.net