دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۴۴
د مطلب کود : 300589
د مخابراتو وزارت پلاوي هند ته سفر وکړ/ د هند د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د نوي ډیپلوماټ هرکلی وکړ
د اسلامي امارت ویاند ویلي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ایترا د مشر برات شاه اغا ندیم په مشرۍ یو پلاوی هند ته تللی دی. په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت په ممبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د اسلامي امارت د نوي ډیپلوماټ د منلو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل : ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي، چې د دغه پلاوي د سفر موخه د سویلي اسیا هېوادونو د مخابراتو د تنظیم د ادارې په غونډه کې ګډون دی.
دا په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته هند ته د یوه دولتي پلاوي لومړی سفر دی.
 
دا اونۍ په ممبۍ کې د افغان کونسلګرۍ لپاره د اسلامي امارت نومول شوی دیپلومات د هند د بهرنیو چارو وزارت له خوا ومنل شو.
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ ته د سرپرست حکومت د ډیپلوماټ ټاکل یوازې د دې سفارت د کار د پرمخ بیولو لپاره دي.
د هندي رسنیو له مخې د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې په هند کې د افغانستان په سفارتونو او قونسلګریو کې ډېر افغان دیپلوماتان لوېدیځو هېوادونو ته تللي، چې یوازې د افغانستان په سفارت کې یو دیپلومات پاتې شوی دی. دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "د دې شرایطو په پام کې نیولو سره، د هند حکومت د ممبۍ په قونسلګرۍ کې د سوداګریزو چارو د سمبالولو لپاره یو افغان محصل ټاکلی، خو دغه کس دیپلوماتیک مقام نه لري."
د هند د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د نوي ډیپلوماټ منل د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو معنا نه لري.
 
حکومت د دوشنبې په ورځ اکرام الدین کامل په ممبۍ کې د لنډمهاله قونسل جنرال په توګه وټاکه، دا په هند کې د اسلامي امارت لخوا لومړۍ ګمارنه ده.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په هند کې مېشتو افغانانو ته یې د پاسپورټونو د وېش لړۍ هم پیل کړې ده.
https://avapress.net/vdcaawneo49nwm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته