افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه (چنګاښ۱) د پکتیکا ولایت له بې ځایه شویو او بې وزلو کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش خبر ورکړی دی.
دغه وزارت وايي، د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه او د خوشامند، جاني خېلو، يحيى خېلو، زرغون شر او يوسف خېلو په ولسواليو کې د دغه وزارت له خوا د "چادر" موسسې په همکارۍ د يو زرو په شاوخوا کې او ۱۷ راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو او بې وزلو سره نغدي مرسته وشوه.
د دې خبرپاڼې له مخې، له ۶۰۰ کورنیو هر یو ته ۱۴۱۱۰ افغانۍ او ۴۱۷ کورنیو ته ۵۲۲۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د يادونې وړ ده، چې له هغه وروسته چې ايران او پاکستان د کډوالو د ويستلو لړۍ پيل کړې، په زرګونو کورنۍ افغانستان ته راستانه شوي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.