افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د عقرب ۲۶) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پلاوی د ایران د «رسمي بلنې» پر اساس تهران ته سفر کړی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه پلاوی به د ایران د اسلامي جمهوریت د ریل پټلۍ له ادارې او نورو اړوندو بنسټونو سره د خواف- هرات د اورګاډي د پټلۍ د لیږد د زیاتوالي او د دوه اړخیزو اورګاډو د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
بايد يادونه وشي چې په تيرو دريو کلونو کې د ايران او افغانستان ترمنځ تجارتي اړيکې زياتې شوي دي.