د فواید عامې وزارت د ایران اسلامي جمهوریت ته د اوسپنې پټلۍ د وزارت د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
د ټولګټو وزارت یو پلاوی ایران ته ولاړ
26 عقرب 1403 ساعت 16:10
د فواید عامې وزارت د ایران اسلامي جمهوریت ته د اوسپنې پټلۍ د وزارت د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
آوا - کابل: د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د عقرب ۲۶) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پلاوی د ایران د «رسمي بلنې» پر اساس تهران ته سفر کړی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه پلاوی به د ایران د اسلامي جمهوریت د ریل پټلۍ له ادارې او نورو اړوندو بنسټونو سره د خواف- هرات د اورګاډي د پټلۍ د لیږد د زیاتوالي او د دوه اړخیزو اورګاډو د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
بايد يادونه وشي چې په تيرو دريو کلونو کې د ايران او افغانستان ترمنځ تجارتي اړيکې زياتې شوي دي.
د مطلب کود: 300748