افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د عقرب ۲۶ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۴ میلیونه ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو د زیرمو د جوړېدو چارې پیل شوې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بند د ۹۵ مترو په اوږدوالي او ۵ متره لوړوالي سره جوړېږي، چې د ۸۵۰۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه بند کار د انرژۍ او اوبو وزارت په مالي لګښت د هلمند د سمندري حوزې تر څارنې لاندې ترسره کېږي، چې د شپږو اونیو په اوږدو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کارپوهانو له نظره د اوبو ذخیرې د کرنې او تر ځمکې لاندې د اوبو د ذخیره کولو لپاره ګټور تمامیدای شي.