دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 300722
یوه مرستندویه موسسه په هیواد کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت له کورنیو سره مرسته کوي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې اعلان کړی، چې د "ایکشن اېډ" موسسه په کابل، غور او بامیان ولایتونو کې له طبیعي پېښو ځپلو کورنیو سره د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت مرستې کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي او د "ایکشن ایډ" موسسې مشر سایمن وینکور دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. د څه دپاسه يو ميليون او سل سوه زرو ډالرو په ارزښت تفاهم ليکونه لاسليک شول.

د دغو یادښتونو پر بنسټ به په کابل، غور او بامیان ولایتونو کې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وشي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په کابل ولايت کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې له ١٠٠٠ زيانمنو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل کړې وه.
https://avapress.net/vdcj8yet8uqeyaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته