کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوه مرستندویه موسسه په هیواد کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت له کورنیو سره مرسته کوي

26 عقرب 1403 ساعت 13:05

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې اعلان کړی، چې د "ایکشن اېډ" موسسه په کابل، غور او بامیان ولایتونو کې له طبیعي پېښو ځپلو کورنیو سره د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت مرستې کوي.


آوا - کابل: له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي او د "ایکشن ایډ" موسسې مشر سایمن وینکور دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. د څه دپاسه يو ميليون او سل سوه زرو ډالرو په ارزښت تفاهم ليکونه لاسليک شول.

د دغو یادښتونو پر بنسټ به په کابل، غور او بامیان ولایتونو کې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وشي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په کابل ولايت کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې له ١٠٠٠ زيانمنو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل کړې وه.


د مطلب کود: 300722

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300722/یوه-مرستندویه-موسسه-په-هیواد-کې-د-څه-باندې-یو-میلیون-ډالرو-ارزښت-له-کورنیو-سره-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.net