دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 300723
په پنجشېر کې د دريو روغتونونو جوړول
د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، اسلامي امارت د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو کار کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه روغتونونه به ۳۰ بسترونه ولري او د اسلامی امارت رهبر د حکم له مخې به جوړ شي. 

دغه روغتونونه به د عمومي جراحۍ، عمومي داخله طب، د اطفالو، نسايي او ولادي او د سترګو څانګې ولري او د زرګونو ناروغانو لپاره به روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

د پنجشیر ښاریانو د دغو روغتونونو د جوړولو لپاره د اسلامي امارت د هلو ځلو هرکلی وکړ.

دا مهال د پنجشېر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د باکيفيته روغتونونو نشتوالى د ځايي خلکو له ستونزو څخه ګڼل کېږي.
https://avapress.net/vdcauwnee49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته