د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، اسلامي امارت د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو کار کوي.
په پنجشېر کې د دريو روغتونونو جوړول
26 عقرب 1403 ساعت 13:07
د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، اسلامي امارت د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو کار کوي.
آوا - کابل: د پنجشیر ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه روغتونونه به ۳۰ بسترونه ولري او د اسلامی امارت رهبر د حکم له مخې به جوړ شي.
دغه روغتونونه به د عمومي جراحۍ، عمومي داخله طب، د اطفالو، نسايي او ولادي او د سترګو څانګې ولري او د زرګونو ناروغانو لپاره به روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
د پنجشیر ښاریانو د دغو روغتونونو د جوړولو لپاره د اسلامي امارت د هلو ځلو هرکلی وکړ.
دا مهال د پنجشېر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د باکيفيته روغتونونو نشتوالى د ځايي خلکو له ستونزو څخه ګڼل کېږي.
د مطلب کود: 300723