افغان غږ خبری آژانس: په دې راپور کې راغلي: «د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د بریدونو له پیل راهیسې، د امریکا کانګرس په اوکراین کې د روسیې د عملیاتو او د اوکراین د پراخو غبرګونونو په وړاندې د پوځي ځواب لپاره لږ تر لږه ۱۸۲.۹۹ میلیارده ډالر تصویب کړي دي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزارت په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې په دغو پیسو کې ۱۳۱.۳۶ میلیارده ډالره د امنیت او مرستو اړوند فعالیتونو او ۴۳.۸۴ میلیارده ډالره د اوکراین د پراختیا او دولت جوړونې لپاره دي.
دا پیسې د دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې په ګډون د یو لړ فدرالي ادارو له لارې تخصیص شوي دي.
دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې تر دې مخکې روسیې اوکراین ته د وسلو د استولو په اړه ناټو ته یو لیک استولی و او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وو چې اوکراین ته د وسلو هر ډول لېږد د مسکو لپاره یو مشروع هدف دی. روسیې په ځلونو ټینګار کړی چې کییف ته د تجهیزاتو استول د جګړې واقعیت نه بدلوي او یوازې جګړه اوږدوي او د خلکو کړاوونه زیاتوي.