کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له اوکراین سره د امریکا د مالي مرستو کچه له ۱۸۲ میلیاردو ډالرو زیاته ده

26 عقرب 1403 ساعت 21:28

د پنتاګون د ځانګړي مفتش د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د جګړې له پیل راهیسې د امریکا د کانګرس له خوا له اوکراین سره د مرستې لپاره د تخصیص شویو مالي مرستو اندازه له ۱۸۲ میلیاردو ډالرو څخه اوښتې ده.


آوا: په دې راپور کې راغلي: «د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د بریدونو له پیل راهیسې، د امریکا کانګرس په اوکراین کې د روسیې د عملیاتو او د اوکراین د پراخو غبرګونونو په وړاندې د پوځي ځواب لپاره لږ تر لږه ۱۸۲.۹۹ میلیارده ډالر تصویب کړي دي. 
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزارت په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې په دغو پیسو کې ۱۳۱.۳۶ میلیارده ډالره د امنیت او مرستو اړوند فعالیتونو او ۴۳.۸۴ میلیارده ډالره د اوکراین د پراختیا او دولت جوړونې لپاره دي.
دا پیسې د دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې په ګډون د یو لړ فدرالي ادارو له لارې تخصیص شوي دي.
دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې تر دې مخکې روسیې اوکراین ته د وسلو د استولو په اړه ناټو ته یو لیک استولی و او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وو چې اوکراین ته د وسلو هر ډول لېږد د مسکو لپاره یو مشروع هدف دی. روسیې په ځلونو ټینګار کړی چې کییف ته د تجهیزاتو استول د جګړې واقعیت نه بدلوي او یوازې جګړه اوږدوي او د خلکو کړاوونه زیاتوي.


د مطلب کود: 300772

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300772/له-اوکراین-سره-د-امریکا-مالي-مرستو-کچه-۱۸۲-میلیاردو-ډالرو-زیاته-ده

آوا
  https://www.avapress.net