دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 290308
د صنعت سکتور روزل شویو او متخصصو کسانو ته اړتیا لري/ ډېر ژر به هېوادونو ته د کورنیو تولیداتو صادرات پیل شي
د "صنایعو ملي او نړیوال نندارتون" په لړ کې چې پرون په کابل کې پرانستل شو، صنعتکارانو او د فابریکو خاوندانو د آوا له خبریال سره په مرکه کې، په نږدې راتلونکي کې ترکمنستان او ازبکستان ته د هېواد د کورنیو تولیداتو د صادرولو اعلان وکړ او ویې ویل، افغانستان د پرمختګ او پر ځان بسیا کېدو په حال کې دی. دوی دا هم زیاتوي چې حکومت دې په لنډه موده کې د صنعت په برخه کې د متخصصینو د روزلو لپاره ګامونه پورته کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو اونۍ اوه ورځنی ملي او نړیوال نندارتون د یکشنبې ورځ د ثور ۲۳مه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت، د صنایعو او کانونو خونې او د افغانستان نړیوالې ټولنې، د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو، د سفارت د استازو، بهرنیانو، سوداګرو او پانګوالو په شتون سره نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې د هېوادوالو د لیدو لپاره د صنعتي شرکتونو محصولات په بېلابېلو برخو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

په همدې حال کې د تولیدي شرکتونو یو مسوول قیس د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د دوی تولیدي شرکت د جوس او منرال واټر د تولید په برخه کې فعالیت کوي او په ټولو ولایتونو کې یې پلور ښه روان دی.

هغه زیاته کړه چې د کورنیو شرکتونو تولیدات ښه کیفیت لري او اسلامي امارت باید د صنعت د ودې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

قيس وويل، چې سرپرست حکومت بايد د هېواد دننه د ورته محصولاتو د واردولو مخه ونيسي، وويل چې اوسمهال افغانستان د صنعت په برخه کې د پرمختګ او پر ځان بسيا دى.

همدارنګه یې له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو په برخه کې خپله څارنه زیاته کړي او د بې کیفیته تولیداتو مخه ونیسي.

په نږدې راتلونکي کې به کورني تولیدات ګاونډیو هېوادونو ته صادر شي
له بلې خوا، د صابون جوړولو د یوې کمپنۍ د بازار موندنې مدیر محب حسین لعلي د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د دوی شرکت د صابون په برخه کې د خلکو ۷۰ سلنه اړتیاوې پوره کوي.

محب حسین لعلي وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د دې شرکت محصولات ترکمنستان او ازبکستان ته صادر شي.

هغه د نندارتونونو جوړول د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او د صنعت کارانو ترمنځ د لا زیاتې تعامل لپاره یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه: د نندارتونونو جوړېدل د هغو کورنیو لپاره هم ښه دي چې په وروستي تاریخ او په ښه بیه د لومړي لاس او باکیفیته محصولاتو د پېرلو لپاره راځي.

ده وویل چې اسلامي امارت د صنعت د ودې او پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړي او زیاته کړې یې ده چې له بده مرغه دا ګامونه کافي نه دي، ځکه چې صنعت یوازې د ځمکې په ویش او د طبیعي زیرمو په برابرولو سره وده نه کوي.

هغه وویل چې اسلامي امارت باید په لنډ مهال کې د صنعت په برخه کې د متخصصینو په روزلو کې کوټلي ګامونه پورته کړي ترڅو افغانستان وکولای شي له نورو هیوادونو سره سیالي وکړي او په ځان بسیا شي.

د نندارتون جوړول د تولیدي فابریکو د پراختیا لپاره زمینه برابروي
خو د توليدي شرکتونو يوه مسوول وارث صديقي د افغان غږ خبری آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل، چې دوى د درېيو توليداتو په برخه کې فعاليت لري او د دوى توليدات په ښه کيفيت او له نړيوالو معيارونو سره برابر دي.

هغه دې ته په اشارې سره چې د نندارتونونو جوړول په هېواد کې د توليدي فابريکو د پراختيا لامل کېږي، زياته کړه: "کله ناکله خلک له کورنيو توليداتو نه خبرېږي او دغه نندارتونونه اغېزمن تمامېږي، ځکه خلک د کورنيو توليداتو د ليدو لپاره راځي."

وارث صديقي وويل، صنعتکاران د خپلو توليداتو لپاره د اړتيا وړ خامو موادو د واردولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او حکومت بايد د صنعتکارانو لپاره له ستونزو پرته د خامو موادو د واردولو شرايط برابر کړي.

په افغاني نندارتونونو کې د بهرنیو صنعتکارانو د حضور د زمینې برابرول
د صابون جوړولو د یوې کمپنۍ د خرڅلاو مدیر لطف الله احمدي هم وايي چې دوی د صابون په برخه کې ۱۶ محصولات تولیدوي.

هغه وويل، د محصولاتو د ښه کيفيت له امله يې د پلور کچه لوړه شوې او د توليداتو په بېلابېلو برخو کې د نندارتونونو جوړول ګټور دي.

ښاغلي احمدي د اسلامي امارت له لوري د ملي او بین المللي نندارتونونو ترسره کول مهم وبلل او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت باید بهرنیو صنعتکارانو ته په نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

د صنعت اونۍ د ملي او نړيوال نندارتون په يوه بله برخه کې هم د نقاشۍ په برخه کې يو شمېر هنرمندانو خپل اثار ليدونکو ته نندارې ته وړاندې کړل.

اسلامي امارت د ښځو د هنري فعالیتونو په برخه کې هیڅ ډول بندیز نه دی لګولی
يوې ښځينه هنرمندې الهام د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې له څلورو کلونو راهيسې انځورګري کوي او دا ډول نندارتونونه د خپلو آثارو د معرفي کولو لپاره ګټور ګڼي.

هغه له ځوانانو وغوښتل، چې د نقاشۍ په برخه کې لا ډېر کار وکړي او د هنري اثارو جوړونکي شي.

له بلې خوا د نقاشۍ په برخه کې یوه هنرمنده آرزو افرین د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وايي، چې له تیلو او رنګونو سره د ریالیزم نقاشۍ په سټایل کار کوي.

هغه وویل چې اسلامي امارت د دوی هنري فعالیتونه نه ګډوډوي او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به نور آثار هم رنګ کړي.
https://avapress.com/vdchvvni623nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته