زمونږ په هکله
افغان غږ خبری آژانس (آوا) لومړۍ غیردولتي رسنۍ ده چې د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ له نسکوریدو او د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال په پای کې د جمهوري نظام له رامنځ ته کیدو وروسته رامنځ ته شوه. سره له دې چې د دې خبري آژانس کارکوونکي په خبري دنده کې اوږده سابقه لري، ځکه چې په ١٣٧١ لمريز کال کې د تبيان خبري آژانس په جوړېدو سره د لومړي ځل لپاره د رسنيو د کار ډګر ته ننوتل او له هغه مخکې د فریاد عاشورا اونيزه خو د افغان غږ خبري آژانس (آوا) په جوړیدو سره چې ، د ۱۳۸۰ لمریز کال د حوت د میاشتې په ۲۶ نیټه په کابل ښار کې د سید عیسی حسیني مزاري له خوا تاسیس شو خپل کار يي په جدي توګه دوام ورکړ.
دغه خبري آژانس اوسمهال په افغانستان کې د يوې مهمې او اغېزمنې خبري ادارې په توګه فعاليت لري او ټولې خبري خپرونې يې په کابل کې د مرکزي دفتر له لارې خپريږي. په کابل کې پر مرکزي دفتر سربېره په هرات، مزارشریف، بامیان، کندهار او غزني کې د پنځو دفترونو له لارې کورني خبرونه ورکول کېږي. دا دفترونه چې هر یو یې د هیواد په مهمو ولایتونو کې موقعیت لري، شاوخوا ولایتونه د خبرونو د زون په توګه تر پوښښ لاندې راولي.
د افغان غږ خبري آژانس (آوا) بیا لومړنۍ افغاني رسنۍ ده چې په بهر کې دفترونه لري او د بهرنیو خبرونو مهمه برخه د ایران د اسلامي جمهوریت په مشهد، تهران او قم ښارونو کې د نمایندګیو له دفترونو څخه ترلاسه کوي. په اروپا او امریکا کې زموږ همکاران د بهرنیو خبرونو په برابرولو کې د افغان غږ خبري آژانس (آوا) سره فعاله همکاري کوي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ سره د آوا خبري آژانس او   خبریالان د نورو ډیرو رسنیو برعکس اوس هم په هیواد کې دننه شتون لري او د هیواد د ملي ګټو او د خلکو د ګټو په اړه خبرو ته دوام ورکوي.
ډیری لیدل شوي