دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 300781
له کندهار څخه څه باندې ۳۳ زره ټنه پیاز صادر شوي دي
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، تېر کال ۳۳۵۹۹ ټنه پیاز بهر ته صادر شوي وو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت اکثره پیاز متحده عربي اماراتو، هند، قطر او پاکستان ته صادر شوي دي.

تر دې وړاندې هم له کندهار ولایت څخه د انارو مېوې او پنبې یو شمېر هېوادونو ته صادرې شوې وې.

د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د اقتصاد په برخه کې د تګلارې په خپلولو سره هڅه کوي چې له بیلابیلو هیوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډیانو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
https://avapress.net/vdcev78xzjh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته