کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له کندهار څخه څه باندې ۳۳ زره ټنه پیاز صادر شوي دي

27 عقرب 1403 ساعت 10:03

د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، تېر کال ۳۳۵۹۹ ټنه پیاز بهر ته صادر شوي وو.


آوا - کابل: د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت اکثره پیاز متحده عربي اماراتو، هند، قطر او پاکستان ته صادر شوي دي.

تر دې وړاندې هم له کندهار ولایت څخه د انارو مېوې او پنبې یو شمېر هېوادونو ته صادرې شوې وې.

د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د اقتصاد په برخه کې د تګلارې په خپلولو سره هڅه کوي چې له بیلابیلو هیوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډیانو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.


د مطلب کود: 300781

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300781/له-کندهار-څخه-څه-باندې-۳۳-زره-ټنه-پیاز-صادر-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net