دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 300784
د بامیان له ښار څخه د بې کوره روږدو کسانو راټولول او د هغوی درملنه شروع شوه
د باميان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت د دغه ولايت د مرکز له بېلابېلو سيمو څخه څو تنه بې کوره او روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه يې په نشه يي توکو د روږدو کسانو روغتون ته معرفي کړل.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مدیریت د بامیانو له ښار څخه څو تنه په نشه‎يي توکو روږدي کسان راټول کړي او د دغه ولایت په مرکز کې یې د روږدو کسانو روغتون ته معرفي کړي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان په نشه يي توکو د روږدو کسانو د حالت د ښه والي په موخه له ټولو دولتي او نادولتي بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې له دې اقدام څخه يې د روږدو او زيانمنو شويو کسانو د درملنې او روغتيايي خدمتونو وړاندې کول دي.
https://avapress.net/vdch6vnxk23nvqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته